سرپل کې د ۱۰۰ جوړو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141384-سرپل_کې_د_۱۰۰_جوړو_د_ډله_ییز_واده_مراسم_ترسره_شول
سرپل کې د یوه سوداګر په مالي ملاتړ د دغه ولایت د ۱۰۰ بیووزله جوړو «هلکانو او نجونو» د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول.
(last modified 2023-11-11T07:56:16+00:00 )
Nov 11, 2023 12:23 Asia/Kabul
  • سرپل کې د ۱۰۰ جوړو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول

سرپل کې د یوه سوداګر په مالي ملاتړ د دغه ولایت د ۱۰۰ بیووزله جوړو «هلکانو او نجونو» د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول.

سرپل کې د یوه سوداګر په مالي ملاتړ د دغه ولایت د ۱۰۰ بیووزله جوړو «هلکانو او نجونو» د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول.

د دغه ډله‌ییز واده مراسم پرون جمعه د لړم ۱۹مه د سرپل په یوه ورزشي لوبغالي کې جوړ شوي و.

Image Caption

 

د جوړ شوي ډله‌ییز واده مراسمو ټول لګښت د محمداکبر سلطان‌زاده په نوم د یوه سوداګر له لوري ورکړل شوې دي.

د سلام وطنداره په نوم رسنۍ وایي، په دې مراسمو کې هرې واده شوې جوړې باندې یوه غالۍ، د واده جامې او ۲۰زره افغانۍ وېشل شوې دي.

په ورته مهال په یادو مراسمو کې د سرپل محلي مسوولانو سربېره، امنیتي چارواکو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، د ناوې او زوم د کورنۍ د غړیو او خپلوانو ترڅنګ سلګونه کسانو ګډون کړی وو.

په دې مراسمو کې د سرپل والي مرستیال محمدنادر حقجو له نورو سوداګرو او شتمنو غوښتنه وکړه چې د ډله‌ییزو وادونو د دودولو برخه کې د هر ډول مرسته او هڅې وکړي.

بل‌خوا د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې ورته ډله‌ییزو وادونه د هغو بې‌وزله ځوانانو لپاره ګټور تمامېږي چې د واده لګښتونه نه‌شي پوره کولای.

یو‌شمېر هغه ځوانان چې د بې‌وزلي له امله کلونه کوژدن پاتې دي، وايي، ډله‌ییز وادونه دوی ته ستره مرسته ده او په وینا یې، دغه وادونه باید دود شي.