د افغانستان په هرات کښې نن بیا زلزله راغلي ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141410
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د هرات ولایت په «زنده جان» ولسوالۍ کښې نن یوځل بیا څلور اعشاریه دوه ریشټره زلزله راغلي ده.
(last modified 2023-11-12T07:26:41+00:00 )
Nov 12, 2023 10:49 Asia/Kabul
  • د افغانستان په هرات کښې نن بیا زلزله راغلي ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د هرات ولایت په «زنده جان» ولسوالۍ کښې نن یوځل بیا څلور اعشاریه دوه ریشټره زلزله راغلي ده.

له دې مخکې هم دریو زلزلو چې څه  د پاسه شپږ ریشټره وې هرات ولایت لړزولی و.

دغه درې زلزلې د روان میلادي کال  اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې څخه تر پینځلسمې نیټې پورې راغلي وې او شپږ اعشاریه درې ریشټره وې.

هرات ولایت او ګاونډیو سیمو کښې د زلزلې څه د پاسه  شل ټکانونه راغلي وو او د ملګروملتونو د راپور پراساس یواعشاریه شپږ میلیونه کسان اغیزمن کړي دي.

ننۍ زلزله د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په دیرش کلومیټرۍ او د غوریان او د رباط سنګي ولسوالیو په شپږدیرش کلومیټرۍ کښې راغلي ده.