له افغانستان سره دې نړیوالې مرستې زیاتې شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141456-له_افغانستان_سره_دې_نړیوالې_مرستې_زیاتې_شي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش له افغانستان سره د نړیوالو مرستو پر زیاتیدو او تعامل ټینګار کړی.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Nov 13, 2023 03:56 Asia/Kabul
  • له افغانستان سره دې نړیوالې مرستې زیاتې شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش له افغانستان سره د نړیوالو مرستو پر زیاتیدو او تعامل ټینګار کړی.

د تاند خبري سایټ په لیکنه، ګوترش د دغه سازمان امنیت شورا ته په یوه استولي راپور کې د طالبانو پر واکمن حکومت هم نیوکې کړي، چې ګواکې د افغانستان له اړخه لاسلیک شویو نړیوالو کنوانسیونونو ته ژمن نه دی پاتې شوی.

سرچینې ویلي، چې دغو کنوانسیونونو ته د طالبانو د رژیم تر نه ژمن کیدو پورې دې د دوی رژیم په رسمیت نه پېژندل کیږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دغه راپور کې د نه تبعیض اصل ته د درناوي غوښتنه شوې او ټینګار یې کړی، چې د ښځو حقونو درناوی وشي، په ټولو برخو کې ونډه ورکړ شي او د ټولو افغانانو بنسټیز حقونه او ازادۍ خوندي شي.

په راپور کې دا برخې د لومړیتوب په توګه په نښه شوي دي.

– له افغانانو سره دې نړۍوالې مرستې ډېرې شي.

– د افغانستان اقتصادي بیارغونې خنډونو لرې کولو لپاره دې اقتصادي ډیالوګونه او اصلاحات رامنځته شي.

– د افغانستان او نورو هېوادونو د نښلېدو لپاره دې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او نورې لارې فعالې شي.

– د داسې فعالیتونو هڅونه دې وشي چې پر بنسټ یې افغانان خپل سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز حقونه وپیژني.

طالبانو د ملګرو ملتونو د سرمنشي دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

یادې څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغانستان د فقر او اقتصادي ناورین په یوه تر ټولو بد وضعیت کې دی او له دغه وضعیت سره- سره پاکستان د څو میلیونو افغان کډوالو د سمدستي ایستو بهیر پيل کړی.