ایران او افغانستان په ډېرو کلتوري موضوعګانو سره مشترکات لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142292-ایران_او_افغانستان_په_ډېرو_کلتوري_موضوعګانو_سره_مشترکات_لري
 د افغانستان د حکومت د پوهنې وزارت په یوې اعلامیې کې ويلي چې په دغې کتنې کې دواړو لورو د دوه اړخیزو  ملګرتیاوو، د کډوالو د ماشومانو د زده کړو او د ښوونې په زمینې کې د ایران د تجربو د مبادلې په اړه خبرې اترې کړي دي.
(last modified 2023-11-28T09:54:44+00:00 )
Nov 28, 2023 14:00 Asia/Kabul
  • ایران او افغانستان په ډېرو کلتوري موضوعګانو سره مشترکات لري

 د افغانستان د حکومت د پوهنې وزارت په یوې اعلامیې کې ويلي چې په دغې کتنې کې دواړو لورو د دوه اړخیزو  ملګرتیاوو، د کډوالو د ماشومانو د زده کړو او د ښوونې په زمینې کې د ایران د تجربو د مبادلې په اړه خبرې اترې کړي دي.

تسنیم خبري آژانس راپور ورکړ، د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري او ښوونې چارو لوړرتبه پلاوی، چې د افغانستان کابل ته په سفر تللی، د افغانسان د حکومت د پوهنې له وزیر سره یې کتنه کړې او د ښوونې په برخه کې یې د دوه اړخیزو ملګرتیاوو او د کډوالو د زده کړې د و ضعیت په اړه خبرې اترې کړي دي.

 په راپور کې ويل شوي چې د بهرنیو اړیکو د سټراټژيکې شورا د یوه مسئول مقام سید مهدي مصطفوي په مشرۍ د ایران د کلتوري او روزنیزو چارو عالي پلاوي د افغانستان د اوسني حکومت د پوهنې وزارت له سرپرست حبیب ا... آغا سره د ښوونې په برخه کې د دوه اړخیزو ملګرتیاوو او  مشورو په باب د نظر تبادله وکړه.

د افغانستان د حکومت د پوهنې وزارت په یوې اعلامیې کې ويلي چې په دغې کتنې کې دواړو لورو د دوو اړخیزو  ملګرتیاوو، د کډوالو د ماشومانو د زده کړې، او د ښوونې په برخه کې د ایران د تجربو د مبادلې په اړه خبرې اترې کړي دي.

په کابل کې د ایران سفارت هم په خپلې ټولنیزې پاڼې کې لیکلي چې دم ګړئ د ایران په مختلفو ښوونیزو مرکزونو کې د افغانستان د کډوالو کابو ۴۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي او د هغوی لپاره لازم امکانات هم برابر شوي دي.

 په دغه راپور کې ويل شوي چې د افغانستان د کډوالو د ماشومانو د زده کړې په تېره بیا د زده کوونکو د زده کړې د زمینو جوړونې په خاطر له افغان لوري سره د اسلامي ایران د ښوونې د بډایو تجربو د مبادلې په اړه رغنده بحث او د نظر تبادله شوې ده.

دغه لیده کاته په داسې حال  کې ترسره شوي چې تر دې دمه په افغانستان کې پر مېرمنو او نجونو له شپږم ټولګي پورته او د پوهنتونونو دروازې تړلي او دغه راز د مېرمنو د کار کسبونو په ترسره کېدا هم بندیز دی.