له افغانستان سره د جاپان مرستې دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143144-له_افغانستان_سره_د_جاپان_مرستې_دوام_لري
کابل کښې د جاپان سفیر له افغانستان سره د خپل هیواد د ۵۸.۴ میلیون ډالري مرستې خبر ورکړ
(last modified 2023-12-13T23:41:54+00:00 )
Dec 14, 2023 04:06 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

کابل کښې د جاپان سفیر له افغانستان سره د خپل هیواد د ۵۸.۴ میلیون ډالري مرستې خبر ورکړ

جاپان یو له هغو څو هیوادونو څخه دی چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانستان له خلکو سره مرستې نه دي بندې کړي.

د افغان غږ خبری آژانس (آوا) د خبر له مخې، په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکایوشی کرومیا پرون  په کابل کې د طالبانو د اقتصاد له وزیر قاری دین محمد سره په کتنه کې د مهاجرینو د ستونزو د حل په موخه له ټوکیو څخه د ۵۸،۴ میلیون ډالرو تخصیص تایید کړ او ویې ویل چې  دغه هیواد به د کابل له حکومت او د افغانستان له خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.

تېره اوونۍ په کابل کې د جاپان سفارت اعلان وکړ، چې د بشري مرستو د برابرولو او د اړمنو او په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په هدف به له افغانستان سره ۵۸.۴ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

له افغانستان سره د جاپان د ۵۸،۴ میلیونه ډالرو مرستې سره به د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې چې طالبان واک ته رسیدلي، له افغانستان سره د جاپان ټولې مرستې ۴۴۷ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.