د طالبانو د اطلاعاتو اوکلتوروزارت مرستیال د رسندویو په ملاتړټینګاروکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143388-د_طالبانو_د_اطلاعاتو_اوکلتوروزارت_مرستیال_د_رسندویو_په_ملاتړټینګاروکړ
هغه دې ته په اشارې سره چې حکومت بايد ورځپاڼې کمزورې نه کړي وويل: مونږ هڅه کوو چې د ورځپاڼو تخنيکي او مالي اړتياوې هوارې کړو.
(last modified 2023-12-18T23:30:56+00:00 )
Dec 19, 2023 03:58 Asia/Kabul
  • د طالبانو د اطلاعاتو اوکلتوروزارت مرستیال د رسندویو په  ملاتړټینګاروکړ

هغه دې ته په اشارې سره چې حکومت بايد ورځپاڼې کمزورې نه کړي وويل: مونږ هڅه کوو چې د ورځپاڼو تخنيکي او مالي اړتياوې هوارې کړو.

د افغان غږخبری آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال عتیق ا... عزیزی په کابل کښې د رسنیو له فعالانو په تېره بیا د مطبوعاتو له فعالانو سره په کتنه کښې وویل: ورځپاڼې باید پیاوړې شی.

هغه دې ته په اشارې سره چې حکومت بايد ورځپاڼې کمزورې نه کړي وويل: مونږ هڅه کوو چې د ورځپاڼو تخنيکي او مالي اړتياوې هوارې کړو.

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې مرستیال صبغت ا... واصل هم په دې غونډه کې وویل، چې په ټولو هېوادونو کې د بیان ازادۍ محدودیتونه شته او د بیان ازادي باید د خلکو ترمنځ د نفاق لامل نه شي.

په دغه غونډه کې د افغانستان د مطبوعاتو استازي هم په هېواد کې د رسنیو د ستونزو یادونه کړې او ویلي یې دي چې حکومت باید د رسنیو ملاتړ وکړي.

د مطبوعاتو استازي محمد ابراهیم نبیل وویل حکومت باید رسنیو ته جدي پاملرنه وکړي او خبریالان باید د هېواد ملي ګټو ته درناوی وکړي.