افغانستان له ټولو هیوادونو سره پر تعامل ټینګار لري
له پخوا راهسې د افغانستان د ولس زیاتره ستونزې همدغو انګریزانو راوالاړې کړی دي او د افغانانو په ضد ئې له هر ډول تاؤتریخوالي او جنایتونو کار اخستی دی .
د افغانستان د طالبانو دحکومت خارجه وزیرپه افغانستان کې د انګریز سفارت له سلایار سره په کتنې کې له نورو هیوادونو سره دتعامل لپاره د کابل پر چمتووالي ټینګار وکړ.
ا میر خان متقي پرون په افغانستان کې د انګلستان د سفارت له سلایار رابرټ چاترین ډکسن سره په کتنې کې د افغانستان له واکمن لوری سره د ګاونډیو ،سیمه ایزو اونړیوالو هیوادونو د تعامل غوښته وکړه .
متقي خان زیاته کړې ده ، کابل له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي او پر ټولو د تعامل دروازې خلاصې ديپر دې اساس باید دغه وضعیّت پیاوړی شی.
د افغانستان د طالبانو د حکومت خارجه وزیر ووئيل، اوسنیو شرائطو د انسان د وستۍ د مرستو ترڅنګ د سیاسی او اقتصادي مسئلو د پراختیا لپاره مناسب فرصت برابر کړی دی.
له دې مخکې انګریز خارجه وزارت په افغانستان کې د سیاسی نظام دبدلیدا لپاره له تاؤتریخوالي په نه استفادې ټينګار کړی ؤ د انګلستان دخارجه وزارت چارواکو ټينګار کړی ، په افغانستان کې هرډول تاؤتریخوالی ددغه هیواد د ولس په ګټه نه دی او نړیواله ټولنه تاؤتریخوالی چې په هره بڼه وي ورڅخه کرکه لري.
داپه داسې حال کې دي چې له پخوا راهسې د افغانستان د ولس زیاتره ستونزې همدغو انګریزانو راوالاړې کړی دي او د افغانانو په ضد ئې له هر ډول تاؤتریخوالي او جنایتونو کار اخستی دی .