طالبانو افغان کډوالوته د زیاتو نړیوالو مرستو غوښتنه وکړه
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت سرپرست د پوهنې، روغتیا او راستنیدونکو ته د سرپناه د برابرولو په برخه کې له مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت سرپرست له افغان راستنیدونکو سره د نړیوالو مرستو د زیاتوالي غوښتنه وکړه
خلیل الرحمن حقاني د مهاجرت د نړیوال سازمان له مشرې سره په کتنه کې په افغانستان کې له راستنیدونکو سره د نړیوالو مرستندویه موسسو د مرستو د زیاتیدو غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس وایی د طالبانو د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د مهاجرت د نړیوال سازمان له مشرې امی پوپ سره د خلیل الرحمن حقاني د لیدنې خبر ورکړی دی.
خلیل الرحمن حقاني زیاته کړه چې مرستندویه ادارې باید د راستنیدونکو افغان کډوالو وضعیت له نږدې وڅاري.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت سرپرست د پوهنې، روغتیا او راستنیدونکو ته د سرپناه د برابرولو په برخه کې له مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه.
خو امې پوپل په دې غونډه کې وویل چې مرستندویه بنسټونه هڅه کوي چې د ژمي په موسم کې له راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستې وکړي.