ملګري ملتونه د سترو قدرتونو لپاره کار کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143552-ملګري_ملتونه_د_سترو_قدرتونو_لپاره_کار_کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې ته په غبرګون کښې وویل دغه ارګان د قدرتمنو هیوادونو تر حکم او ګټو لاندې کار کوي.
(last modified 2023-12-21T23:25:12+00:00 )
Dec 22, 2023 01:00 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه د سترو قدرتونو لپاره کار کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې ته په غبرګون کښې وویل دغه ارګان د قدرتمنو هیوادونو تر حکم او ګټو لاندې کار کوي.

ذبیح الله مجاهد د افغانستان د حالاتو په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا د تیرې چهارشنبې ورځ غونډې ته په غبرګون کښې وویل امنیت شورا د سترو قدرتونو په حکم کار کوي او د دنیا او د هیوادونو په پیښو باندې بې طرفه غور نشي کولای.

هغه زیاته کړه د طالبانو حکومت حق لري چې د خپلو خلکو او د حکومت په استازي توب په ملګروملتونو کښې د افغانستان څوکۍ په لاس کښې واخلي او طالبان باید په رسمیت وپيژندل شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو حکومت ته د افغانستان د نمایندګۍ د څوکۍ له ورکولو سره د امنیت شورا په مخالفت باندې نیوکې سره وویل داسې ارګان چې د سترو قدرتونو تر حکم لاندې کار کوي او د هغوې د ګټو پراساس مخ ته ځي د نورو ملتونو حقوق نشي تامینولای.

هغه وویل په کابل کښې دیره حکومت په داخلي توان باندې تکیې کولو سره خپل مشکلات حل کړي دي او همداس اوس له زیاتو هیوادونو سره سیاسي او تجارتي تعامل لري.

په افغانستان کښې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي میرمن «رزا اوتنبایوا» د امنیت شورا په وړمه ورځې غونډې کښې د طالبانو په حکومت باندې نیوکې سره او د کابل د حکومت په رسمیت د نه پيژندل کیدا منفي پایلو ته په اشارې سره وویل مونږ داسې ژمي ته ورننوځو چې پکښې شل میلیونه خلک بشر دوستانه مرستو ته ضرورت لري.