لغمان کې ترافیکي پېښې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
Dec 24, 2023 11:37 Asia/Kabul
د افغانستان لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په ترنګ سیمه کې د هایلکس موټر او ریکشا د ټکر له امله د دوو میرمنو په ګډون درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د لغمان امنیه قوماندانۍ یاده پېښه تائیدوي او وایي، چې د پېښې ټپيان یې روغتون ته لیږلي، خو یوې سرچینې تهران راډیو ته وویل؛ دغه پېښه نن سهار د طالبانو اړوند هایلکس او یوې ریکشا د ټکر له امله رامنځته شوې چې په ریکشا کې ناست درې تنه مړه شوي.
د یادې پېښې لامل د چلوونکو بې احتیاطي په ګوته شوې او ټپيان د ډاډ وړ بلل شوي دي.
ټیګونه