Dec 25, 2023 12:11 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې ۴میلیون میئندې او ماشومان له ناوړه خوړو سره لاس او ګریوان دي

د خوړو نړیوالې ادارې پرون په ټولنیز چینل ایکس پاڼې کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره چې په افغانستان کې  څه دپاسه څلور میلیون میئندې او ماشومان  له ناوړه خوړو سره لاس او ګریوان شوي دي ، ټينګار کړی دی ،په دغه هیواد کې د د نړیوالو  خوړو د مخه نیونې او  درملنې لپاره نړیوالې  مرستې ناکافي  دي .

د امریکاله دوو لسیزو نیواک او د افغانستان دبیخ بینائي تاسیساتو نابودي او ورپسې د طالبانو قدرت د رسیدا په پلمه د واشنګټن په وسیله د افغانستان دبایکاټولو په سختیدا پسې،افغان ولس معیشت  له جدي ستونزو سره مخ شوی دی. د انسان دوستۍ ځینې موسیسو د  د لومړنیو خوراکي موادو ته داړمنو افغانانو شمیر څه دپاسه شل میلیونه اټکل کړی دی.

زمونږخبریال راپور راکړ، د خوړو نړیوالې ادارې پرون په ټولنیز چینل ایکس پاڼې کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره چې په افغانستان کې څه دپاسه څلور میلیون میئندې او ماشومان  له ناوړه خوړو سره لاس او ګریوان شوي دي ، ټينګار کړی دی،په دغه هیواد کې د د نړیوالو  خوړو د مخه نیونې او  درملنې لپاره نړیوالې مرستې ناکافي  دي .

د روغتیائي چارو د نړیوالې ادارې مشر ټډرس  ادهانوم قیریسس   هم تیره اونۍ اعلان کړی چې دغه  اداره د افغانستان  له درملیزو مرکزونو حخه د ملاتړ او ددرملو د برابرولو  او د ناوړه خوړو او خوراکی ناامنیو په دلیل د میرمنو او ماشومانو  دمړینې دمخنیوي ددوام لپاره ۱۸۵ میلیون ډالرو ته اړتیا لري. قبریسس زیاته کړې ده ، په افغانستان کې ۱۳میلیون خلک یعني ددغه هیواد ددرستې  آبادۍ  کابو دیرش فیصدي نفوس  له سختو خوراکي ناامنیو سره مخ دي .

 

ټیګونه