له طالبانو سره داړیکو عادی کیدا دافغانستان او نړۍ په ګټه ده
په افغانستان کې د ملګروملتو پخواني استازي د افغانستان د طالبانو د حکومتي کابینې د مشر له اداري مرستیال سره په کتنې کې ټينګار و کړ، له طالبانو سره داړیکو عادي کیدا د افغانستان او نړۍ په ګټه ده.
په افغانستان کې د طالبانود حکومت له خوا د ټولشموله حکومت جوړیدا او بشری حقوقو په تیره بیا د میرمنو او انجونو حقوقو ته احترام ، د طالبانو دحکومت د په رسمیّت پيژندنې لپاهر د نړیوالې ټولنې شرطونه دي.
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ،په افغانستان کې و یوناما پخواني استازي تادامیچي یاماموتو پرون په کابل کې د طالبانو د حکومت د کابینې د مشر له اداري مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي سره په کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې ملګرتیا باید پیاوړي شي ووئيل، جاپان د نړیوالې ټولنې او طالبانو د اړیکو د پیاوړتیا او تامینیدا د برابرونې په زمینې کې ملګرتیا ته تیار دی .
د یوناما پخواني مشر زیاته کړه ، خوښ یم چې بیا افغانستان ته راغلی یم ، افغانان او افغانستان د جاپان د خلکو په زړونو کې ځاي لري .یاماموتو په افغانستان کې د اشرف غني د ولسمشرۍ په دوهم پړاؤ کې د یوناما مشر پاتې شوی دی.
د راپورونو په اساس جاپانه تراوسه پورې له افغانستان سره ۵۸میلیون ډالري مرستې کړي دي او ټاکل شوې ده په راتلونکي کې هم د خوړو اوله پاکستانه د ویستلومهاجرینو په برخې کې دغو مرستو ته دوام ورکړي.