له افغانستان سره خوراکي مرستې کمې شوي دی
د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د بودیجې د نشتوالي له امله به په افغانستان کې له لسو میلیونو خلکو سره خپلې مرستې کمې کړي.
زمونږخبریال د آوا له قوله راپور راکړ، د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د بودیجې د کمښت له امله به په افغانستان کې له ۱۰ میلیونو وګړو سره خپلې مرستې کمې کړی.
دغه ادارې په همداوروستیو کې یوه ویډیو خپره کړې او ویې ویل، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ژمی سخت دی، دغه اورګان د بودیجې د کمښت له امله کابو لس میلیونه خلکو ته د خوراکي توکو مرستې کمولو ته اړ شوي دي.
له بلې خوا د خوړو نړیوال پروګرام له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې په سږني ژمي کې د افغانستان له خلکو سره مرستې وکړي.
دغه سازمان ویلي دي چې افغانان تر بل هر وخت زیات مرستو ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې افغانستان د نړۍ له هغو اتو هېوادونو څخه دی، چې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له پلوه په خورا بد وضعیت کې دی.
د خوړو نړیواله اداره وايي، د افغانستان خلک دا مهال د ساړۀ موسم له پیلېدو سره مخامخ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې (WFP) تر دې مخکې اعلان کړی و، چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره ۲۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
د مهاجرینو د ایستلو کړکیچ، په هیواد کې وروستیو زلزلو، د اوبو کمښت، د اقلیم بدلون او په هیواد کې وروستیو وچکالیو د بې وزلۍ د خپریدو او په هیواد کې په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو پر ژوند منفي اغیزې د اړتیا د کچې د لوړیدو لامل شوي دي.