طالب مشرانو د کورني سیاست او پالیسو په هکله غونډه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143880-طالب_مشرانو_د_کورني_سیاست_او_پالیسو_په_هکله_غونډه_وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د سیاسي کمېسیون ناسته په سپيدار ماڼۍ کې ترسره وشوه.
(last modified 2023-12-28T01:54:05+00:00 )
Dec 28, 2023 06:22 Asia/Kabul
  • طالب مشرانو د کورني سیاست او پالیسو په هکله غونډه وکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د سیاسي کمېسیون ناسته په سپيدار ماڼۍ کې ترسره وشوه.

په دې ناسته کې د هېواد او سیمې پر وروستي وضعیت او تحولاتو خبرې وشوې او د سرپرست حکومت د کورني سیاست او پالیسو په هکله مفصل بحث وشو.

په یاده ناسته کې د کورني سیاست د مسودې او یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه لازم تصامیم ونیول شول.

د سیاسي کمېسیون په دې ناسته کې دغه راز له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او افغانستان ته د هغوی د راستنولو کمېسیون چارې هم و ارزول شوې او د چارو د ښه والي لپاره اړوندو مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې هم وشوې.