افغانستان کښې داعش ډله هیڅ جرړه او ریښه نلري نور راپور واورئ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144076-افغانستان_کښې_داعش_ډله_هیڅ_جرړه_او_ریښه_نلري_نور_راپور_واورئ
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي افغانستان کې د داعش پروژه هېڅ رېښه او پایله نه لري.
(last modified 2024-01-01T03:28:12+00:00 )
Jan 01, 2024 07:54 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي افغانستان کې د داعش پروژه هېڅ رېښه او پایله نه لري.

نوموړي دغه څرګندونې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کړنو او لاسته راوړنو د وړاندې کولو په موخه يوې جوړې شوې غونډه کې وکړې.

ښاغلي مجاهد وویل د طالبانو بياځلې واک ته رسېدو وروسته چې په مسجدونو او پر عامو خلکو څومره بریدونه شوي په دې کې له بهرینو هیوادونو په ځانګړې ډول د تاجکستان او پاکستان له ښاریزو څخه کار اخیستل شوی دی.

ښاعلي مجاهد دا هم وویل، چې لسګونه تاجکستاني او پاکستان اتباع د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې وژل شوي دي.

د ملي‌ دفاع سرپرست وزیر زياتوي، چې د نړۍ هېوادونه او سازمانونه د کوکنارو د کښت او قاچاق مخنيوي  لپاره زیاته بودیجه په لاس کې لري؛ خو تر دې دمه یې له افغانانو سره د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې د پام وړ مرسته نه ده کړې.

نوموړي وويل هيچا ته د ددې اجازه نه ورکوو چې افغانستان خاوره دې د بل کوم هيواد په خلاف وکارول شي.

همدارنګه ښاغلي وزير وويل، ددې لپاره بشپړ تدابير نيول شوي د افغانستان خاوره به چا په خلاف نه کارول کيږي او چا ته اجازه هم نه ورکوو چې د افغانستان امنيت اخلال کړي.

دغه افغان لوړ پوړي دفاعي چارواکي له ګاونډیو او هغو هېوادونو څخه چې له خاورې یې شر اچونکې کړۍ افغانستان ته راځي وغوښتل، چې خپلې پولې کنټرول کړي او پرېنږدي چې خاوره یې د کابل پر ضد وکارول شي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد د افغانستان په اړه ناسمو تبلیغاتو ته په اشارې زیاته کړې، چې د دغو تبلیغاتو ترسره کوونکي غواړي له دې لارې سیاسي او مادي امتیازات ترلاسه او خپل شوم اهداف ترلاسه کړي.

نوموړي له ملګرو ملتونو او هېوادونو څخه وغوښتل چې پر دغه ډول ناسمو تبلیغاتو باور وه نه کړي.

د یعقوب په خبره د سرپرست حکومت دروازې د ټولو پر مخ خلاصې دي او کولی شي خپلې اندېښنې په مستقیمه توګه له افغان حکومت سره شریکې کړي.

ښاغلي مجاهد له هغوی څخه غوښتنه وکړه، څو د عمومي عفوې له ستر فرصت څخه استفاده وکړي او پرېنږدي چې نور هېوادونه یې د نیابتي او اجیرو جنګیالو په توګه وکاروي.