ننګرهار کې د سترو قراردادونو ارزونه پیل شوې ده نور راپور واورئ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144176-ننګرهار_کې_د_سترو_قراردادونو_ارزونه_پیل_شوې_ده_نور_راپور_واورئ
زموږ خبریال راپور راکړی ننګرهار کې چارواکي وایي په دې ولایت کې د سترو قراردادونو ارزونه پېل کړې ده.
(last modified 2024-01-03T05:14:45+00:00 )
Jan 03, 2024 06:29 Asia/Kabul

زموږ خبریال راپور راکړی ننګرهار کې چارواکي وایي په دې ولایت کې د سترو قراردادونو ارزونه پېل کړې ده.

د چارواکو په وینا، که په دغو شویو قراردادونو کې غبن ومومي، نو عاملین به یې زندان ته کړي.

د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري د سې شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، په دې ولایت کې یې د سترو ترسره شویو قراردادونو ارزونه پېل کړې ده.

هغه وویل: که په دغو شویو قراردادونو کې د غبن نښې ومومي، نو عاملین به یې زندان ته واچوي. مرستیال والي وویل: د طبیعي زیرمو په یو تړون کې د غبن اسناد ترلاسه کړي وو، چې عاملین یې چې هغه یې د نومونو له اخیستلو ډډه وکړه زندان ته واچول.

مولوي سعید احمد بنوري په دولتي ادارو کې د فساد د ګنګوسیو په اړه وویل: دا ګونګوسې تر دوی هم رسېدلي او په ټولنیزو رسنیو کې هم خلک په اړه خبرې کوي.

د نوموړي په وینا، په ولایتي کچه د فساد مخنیوي ځانګړې کمیټه کارکوي او چې هر چیرته د فساد اړوند اسناد تر لاسه کړي، په بیړنۍ توګه یې مخنیوی کوي.

مرستیال والي وویل: ځینې خلک د نظام د بدنامولو او کمزوري کولو لپاره په دولتي ادارو کې د فساد خبرې کوي، چې په وینا یې هېڅ  حقیقت نه لري.

د ننګرهار مرستیال والي وویل: د اسلامي امارت  مشر تابه ټول فرمانونه په خپل وخت عملي شوي، خو دا یې ومنله چې په دولتي ادارو کې د چارواکو له لورې د خپلوانو په ګومارلو کې لاهم ستونزې شته، خو ډاډ یې ورکړ چې د فرمانونو د تطبیق او څارنې ځانګړې اداره په دې برخه کې کار کوي او شته ستونزې به زر هوارې کړي.