ننګرهار کې د سترو قراردادونو ارزونه پیل شوې ده نور راپور واورئ
زموږ خبریال راپور راکړی ننګرهار کې چارواکي وایي په دې ولایت کې د سترو قراردادونو ارزونه پېل کړې ده.
د چارواکو په وینا، که په دغو شویو قراردادونو کې غبن ومومي، نو عاملین به یې زندان ته کړي.
د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري د سې شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، په دې ولایت کې یې د سترو ترسره شویو قراردادونو ارزونه پېل کړې ده.
هغه وویل: که په دغو شویو قراردادونو کې د غبن نښې ومومي، نو عاملین به یې زندان ته واچوي. مرستیال والي وویل: د طبیعي زیرمو په یو تړون کې د غبن اسناد ترلاسه کړي وو، چې عاملین یې چې هغه یې د نومونو له اخیستلو ډډه وکړه زندان ته واچول.
مولوي سعید احمد بنوري په دولتي ادارو کې د فساد د ګنګوسیو په اړه وویل: دا ګونګوسې تر دوی هم رسېدلي او په ټولنیزو رسنیو کې هم خلک په اړه خبرې کوي.
د نوموړي په وینا، په ولایتي کچه د فساد مخنیوي ځانګړې کمیټه کارکوي او چې هر چیرته د فساد اړوند اسناد تر لاسه کړي، په بیړنۍ توګه یې مخنیوی کوي.
مرستیال والي وویل: ځینې خلک د نظام د بدنامولو او کمزوري کولو لپاره په دولتي ادارو کې د فساد خبرې کوي، چې په وینا یې هېڅ حقیقت نه لري.
د ننګرهار مرستیال والي وویل: د اسلامي امارت مشر تابه ټول فرمانونه په خپل وخت عملي شوي، خو دا یې ومنله چې په دولتي ادارو کې د چارواکو له لورې د خپلوانو په ګومارلو کې لاهم ستونزې شته، خو ډاډ یې ورکړ چې د فرمانونو د تطبیق او څارنې ځانګړې اداره په دې برخه کې کار کوي او شته ستونزې به زر هوارې کړي.