داعش د ایران د اسلامي جمهوریت او د افغانستان ګډ دښمن دی
زموږ خبریال راپور راکړی، د افغانستان د رياست الوزرا سياسي معاونيت داعش د ايران او افغانستان مشترک دښمن بللی چې موخه یې د سیمې ناامنه کول او د بې ګناه خلکو وژل دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر او د افغانستان لپاره د دې هېواد له ځانګړي استازي ښاغلي حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې د ايران او افغانستان ترمنځ د اړيکو د لا پياوړتيا غوښتنه کړې.
مولوي عبدالکبیر په ایران کې د وروستیو پېښو له امله چې ګڼ شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته، ایراني لوري ته تسلیت ووایه او داعش يې د یوه مشترک دښمن په توګه ياد کړ، چې د سیمې د نا امنه کولو او د بې ګناه خلکو د وژلو هدف لري.
همدارنګه مولوي کبير له افغانستان سره د ایران اسلامي جمهوریت له مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه وويل: افغانستان له ایران او ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا او تحکیم غواړي.
نوموړي يو ځل بیا ټينګار وکړ چې، له افغانستان څخه به د ایران په ګډون هېچا ته ګواښ پېښ نشي او کوښښ کوي چې د سیمې د ثبات او امنیت په برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، اسلامي امارت غواړي افغانستان د سیمې د اقتصادي ثبات او پراختیا د اتصال مرکز په توګه، خپل مهم رول ترسره کړي.
په دې ناسته کې، د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي وویل، د طالبانو له حکومت سره د ایران اسلامي جمهوریت بهرنی سیاست پر همکاریو ولاړ دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ دا مهال د همکاریو ګڼ سندونه لاسلیک شوي دي.
ښاغلي قمي څرګنده کړه، هېواد یې له افغانستان سره د سوداګرۍ، کرنې، برېښنا او کانونو په برخو کې تړونونه لري او نورې پانګونې او تخنیکي همکاریو ته هم چمتو دی.
هغه وویل: ایران د سیمه ایز ګډ ټرانزیټ لپاره هڅې کوي چې د سیمې د هېوادونو په اقتصادي پیاوړتیا او د سوداګرۍ په پراختیا کې به اغېزمن ثابت شي.
د نوموړي په وینا، له دې فرصت څخه په استفادې به د افغانستان توکي په مستقیم ډول د ترکیې او اروپا بازارونو ته ورسېږي.
د ایران اسلامي جمهوریت د سفیر او ځانګړي استازي په وینا، ایراني پانګوال له افغان لوري سره د کرنې په سکټور کې ګډ کار ته تیار دي او که افغانستان د کرنیزو توکو د صادرولو جوګه شي، نو د دې توکو لومړنی بهرنی بازار به ایران وي.
حسن کاظمي قمي وویل: هېواد یې د اسلامي امارت له مخالفینو ملاتړ نه کوي؛ بلکې هڅه کوي افغانستان د سیمه ایزې همکارۍ برخه وګرځوي.
نوموړي وویل، هغه ډلې او کړۍ چې د ایران او افغانستان ترمنځ مخالفتونو او نفاق ته لمن وهي، هېڅکله به بریالۍ نشي.