د کوکنارو له کرونکو سره به قانوني چلند وشي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144734-د_کوکنارو_له_کرونکو_سره_به_قانوني_چلند_وشي
تر اوسه په ټول افغانستان کې دڅوارلس زره روږدو کسانو درملنه شوې ده
(last modified 2024-01-14T05:36:11+00:00 )
Jan 14, 2024 10:03 Asia/Kabul
  • د کوکنارو له کرونکو سره به قانوني چلند وشي

تر اوسه په ټول افغانستان کې دڅوارلس زره روږدو کسانو درملنه شوې ده

 

د  افغانستان د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معين تخار ته د خپل سفر په ترڅ کې وويل، هغه څوک چې په نيم جريبه ځمکه کې کوکنار وکري، په شپږو مياشتو بند به محکوم شي.

افغان غږ خبری آژانس وایی ملا عبدالحق همکار اخند د کوکنارو د کښت د بندولو او علماوو ته د طالبانو د مشرد حکم د تطبیق په موخه غونډه وکړه.

همکار د دې کوکنارو د ژوند او مالي خطرونو په اړه خبرداری ورکړ او ويې ويل چې تر اوسه په ټول افغانستان کې دڅوارلس زره روږدو کسانو درملنه شوې ده.

هغه زیاته کړه، موږ نه غواړو چې د افغانستان راتلونکی د کوکنارو او کوکنارو د کښت شاهد وي.