په لوګر کې یوې راډیو خپرونې پیل کړې
Jan 15, 2024 08:38 Asia/Kabul
د افغانستان په لوګر ولایت کې د سرپرست حکومت سیمه ایز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د «راډیو عینک» په نوم یوې راډیو خپرونې پیل کړې دي.
د دغې راډیو د پرانیستلو مراسم د یکشنبې په ورځ د مرغومي په ۲۴ مه د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په حضور کې ترسره شوي دي.
له دې سره، د سرپرست حکومت ویاند د رسنیو له چارواکي غوښتي، چې خپل فعالیتونه د شریعت په چوکاټ کې او د طالبانو له تګلارې سره سم ترسره کړي.
د رسنیو د راپور له مخې، اوس مهال په لوګر کې شپږ راډیوګانې فعالې دي.
تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې راډیوګانو خپلې خپرونې پیل کړې وې.
ټیګونه