Jan 15, 2024 12:18 Asia/Kabul
  • افغانستان لا هم د لوږې او خوارځواکۍ له لوړې کچې سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، افغانستان لا هم د لوږې او خوارځواکۍ له لوړې کچې سره مخ دی.

اوچا یکشنبه په ایکس‌پاڼه کې ویلي چې په ۲۰۲۴م کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۱۵،۸ میلیونه خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا، دوامداره مرستو ته اړتیا ده، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې کورنۍ کولای شي خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي او په هېواد کې د لوږې مخه ونیسي.

په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ د لوړې کچې په اړه اندېښنه په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د فقر او بې‌کارۍ کړکېچ په بې سارې ډول زیات شوی.

ټیګونه