جاپان په افغانستان کې پانګونې ته ليوالتيا ښودلې جزیات دلته لرو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i145146-جاپان_په_افغانستان_کې_پانګونې_ته_ليوالتيا_ښودلې_جزیات_دلته_لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د جاپان ځانګړي استازي له مرستیالې «میساکو تکاهاشي» او د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي تر منځ د کتنې خبر ورکوي.
(last modified 2024-01-23T02:14:46+00:00 )
Jan 23, 2024 06:42 Asia/Kabul
  • جاپان په افغانستان کې پانګونې ته ليوالتيا ښودلې جزیات دلته لرو

زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د جاپان ځانګړي استازي له مرستیالې «میساکو تکاهاشي» او د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي تر منځ د کتنې خبر ورکوي.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد تکل وايي، چې په دې کتنه کې تکاهاشي په افغانستان کې د شته پرمختګونو، امنیتي او اقتصادي ثبات او یو لړ سیاسي مسایلو تر څنګ، د روغتیا، ښوونې، کرنې او اوبو لګونې په برخو کې د خپلو مرستو یادونه کړې.

هغې زیاته کړه؛ جاپان لېواله دی، چې په افغانستان کې د اوسني فرصتونو څخه په ګټه اخيستنه پانګونه وکړي.

همداراز د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د جاپان هېواد له مرستو او همکاریو څخه په مننې سره زیاته کړې چې افغانستان د زیاتو طبیعي زېرمو، خامو توکو او کانونو په درلودلو سره د نورو وختونو په پرتله د پانګونې لپاره ډېر خوندي دی.

هغه غوښتنه کړې چې اوسمهال د جاپان په ګډون ټولو هېوادونو ته پکار ده چې د رسمیاتو په تمه نشي او په افغانستان کې په ډاډه توګه په هره برخه کې پانګونه وکړي.