په افغانستان کې د تاوتریخوالی او نسل وژنې زیاتوالی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i145178-په_افغانستان_کې_د_تاوتریخوالی_او_نسل_وژنې_زیاتوالی
که څه هم د طالبانو لخوا خپاره شوي امنیتي راپورونه په افغانستان کې د داعش په شان د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو او د سولې د ټینګښت خبره کوي، خو د طالبانو له خوا د خپرو شویو امنیتي راپورونو سره په ډګر او عمل کې شرایط په بشپړ ډول توپیر لري.
(last modified 2024-01-23T07:34:32+00:00 )
Jan 23, 2024 12:01 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د تاوتریخوالی او نسل وژنې زیاتوالی

که څه هم د طالبانو لخوا خپاره شوي امنیتي راپورونه په افغانستان کې د داعش په شان د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو او د سولې د ټینګښت خبره کوي، خو د طالبانو له خوا د خپرو شویو امنیتي راپورونو سره په ډګر او عمل کې شرایط په بشپړ ډول توپیر لري.

په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د ترهګرو تر ټولو مهم هدف هزاره ګان دي چې د نسل وژنې په نوم هم یادیږي.

په دې اړه په کابل کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو دریو میاشتو کې په بغلان او کابل کې د یوې، یوې چاودنې له امله او په هرات کې د درې هدفي وژنو پېښو کې، هزاره ګان او د افغانستان شیعه ګان په نښه شوي دي.

د یوناما د راپور له مخې؛ په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۴۹ کسان وژل شوي او ۸۸ نور ټپیان شوي دي.

دا په دې مانا چې ترهګرې ډلې په قصدي توګه، یو له مهمو هدفونو څخه د هزاره ګانو نسل وژنه او د هغوی د استوګنې له ځایونو څخه د هغوی شړل، د هغوی د کروندو، څړځایونو او د سوداګرۍ د ځایونو د غصبولو لپاره کار کوي.

"اکرم عارفي" چې د افغانستان د مسایلو کارپوه دی وايي: که څه هم طالبان په افغانستان کې د امنیت د ټینګولو توان لري، خو دا هم باید ومنل شي چې ترهګر هر وخت وغواړي، د افغانستان امنیت ګډ وډوي.

هغه وایي، تر ټولو د اندېښنې وړ خبره داده چې په دې بریدونو کې مذهبي اړخونه شامل دي، ترڅو په قصدي ډول هزارګان په نښه او له افغانستان څخه په ویستلو یې دغه هېواد د مذهبي انحصار لاندې ونیسي.

په افغانستان کې د نسل وژنې د غندلو له امله په نړیواله کچه لاریونونو ترسره کول له دې امله د جدي اندېښني وړ دي چې طالبانو په دې برخه کې د کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو توقعاتو سره سم عمل نه دی کړی.

د امنیتي سرچینو د راپورونو له مخې، د جمهوري ریاست پر مهال په افغانستان کې له شلو زیاتې تروریستي ډلې فعالې وې، چې په افغانستان کې یې د مذهبي شخړو د رامنځ ته کولو چارې ترسره کولې.

په تیرو دوه نیمو کلونو کې د هزاره ګانو پر ضد بریدونه د جمهوريت له وخت څخه بریدونه زیات شوي او موخه یې له خپلو کروندو او کورونو څخه د هزاره ګانو د شړلو خبر خپور شوی دی.

مګر په وروستیو کالونو کې به مستقیم ډول د ترهګرو له لورې هزاراګان په مستقیم ډول په نښه شوي دي.

د افغانستان د مسايلو کارپوه "امين فرجاد" وايي: "د افغانستان خلکو تل سوله ييز ژوند کړى او دا هېواد هېڅکله د مذهبي شخړو لامل شوى نه دى، بلکې په دې وروستيو کلونو کې هڅې روانې دي چې قومي او مذهبي شخړو ته لمن ووهل شي، له همدې امله هزارګان په وروستیو کې په نښه کیږي چې دغه چارې د نړۍ اندېښنې هم را پارولي دی.

په هر صورت، د ملګرو ملتونو راپورونه ښیي چې په افغانستان کې د وروستیو بریدونو هدف هزاره ګان او شیعه ګان وو او د پلخمري ښار په ګډون په جوماتونو کې زیاتره بریدونه ځانمرګي بریدونه وو چې په ترڅ کې یې ۲۱ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.

د داعش خراسان څانګې د هزاره ګانو پر وړاندې د ټولو دریو ترهګریزو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی او اعلان یې کړی چې هدف یې د شیعه مذهب غړي وو، په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د داعش د بشپړې تباهۍ راپورونه خپروي.

د ۲۰۲۳ کال په وروستیو دریو میاشتو کې د ترهګریزو بریدونو د هدفونو په اړه د ملګرو ملتونو راپور ته په پام سره، چې د هرات ښار په جبریل سیمه کې د شیعه دیني عالمانو د هدفي وژنو لړۍ ته هم اشاره کوي، ویلای شو چې طالبان باید د هزاره ګانو د امنیت د ټینګښت لپاره لا زیات کار وکړي، ځکه ترهګر هڅه کوي چې د طالبانو د واکمنۍ له رامنځته کېدو وروسته له رامنځته شوي امنیتي چاپېریال څخه چې د طالبانو د واکمنۍ بنسټیز ضعف ګڼل کیږي، د هزاره ګانو نسل وژنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان د افغانستان د واکمن په توګه د دغه هېواد د اتباعو د امنيت د ټينګښت دروند مسووليت په غاړه لري او بايد د نړيوالو د پېژندلو لپاره په امنيتي چارو کې خپله وړتيا وښيي.