د افغانستان د ننګرهار پوهنتون د استاد ستاینه شوي ده نور جزیات دلته لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی په ایران کې د مولانا ادبي جایزې ګټونکي د ننګرهار پوهنتون استاد ستاینه وشوه.
د جایزې ګټونکی استاد وایي هڅه به وکړي چې د مولانا د شخصیت بېلابېل اړخونه خلکو ته وروپیژني.
په جلال اباد کې د ایران اسلامي جمهوریت په کنسولګرۍ کې د ننکرهار پوهنتون استاد طارق ذاکر چې په ایران اسلامي جمهوریت کې یې د یوې شفافې پروسې له لارې د مولانا نړیواله ادبي جایزه ګټلې وه د درناوي لپاره جوړو شویو مراسمو کې د ایران اسلامي جمهوریت سرکونسل مجید صادقي دولت ابادي وویل د ډاکتر طارق ذاکر له لورې د مولانا د ادبي جایزې تر لاسه کول نه یوازې د ننګرهار پوهنتون بلکې د دې سیمې او په ټوله کې افغانستان ته د ویاړ او افتخار ځای دی.
نوموړي وویل دا چې ډاکتر طارق ذاکر د جایزې ترلاسه کولو په مراسموکې برخه نه درلوده نو اړینه وه چې د ایران اسلامي جمهوریت په استازیتوب یې په کونسلګرۍ کې درناوی وشي.
د ننګرهار پوهنتون څیړنیزو چارو مرستیال ډاکتر کفایت الله کاکړ د ایران اسلامي جمهوریت سرکونسلګرۍ له چارواکو د مننې په څرګندولو سره وویل د ننګرهارپوهنتون مشرتابه به له ډاکتر طارق ذاکر سره مرسته وکړي چې دمولانا په اړه خپلو پلټنو ته لا دوام ورکړي.
ننګرهار پوهنتون د دري ادبیاتو د څانګې مشر ډاکتر طارق ذاکر چې په ایران اسلامي جمهوریت کې یې د دوکتورا زده کړې بشپړې کړي او تازه یې د مولانا نړیواله ادبي جایزه ترلاسه کړې په جلال اباد کې د ایران اسلامي جمهوریت د سرکونسلګرۍ له چارواکو څخه مننه وکړه چې د ده د ستاینې لپاره یې ځانګړي مراسم چمتو کړي وو.
هغه وویل ژمن دی چې د مولانا د شخصیت په اړه به خپلو پلټنو ته دوام ورکړي او هڅه کوي چې مولانا خلکو او په ځانګړې توګه ځوان نسل ته وروپیژني.
سږ کال د مولانا نړیواله ادبي جایزه څلور تنو ایراني او افغاني لیکوالو او څیړونکو تر لاسه کړې چې یو یې د ننګرهار پوهنتون استاد ډاکتر طارق ذاکر او بله یې د هرات پوهنتون استاده میرمن افسانه واحد یار ده.