Jan 30, 2024 15:00 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی ننګرها رکې نږدې څلور سوه سترې او وړې تولیدي فابریکې پر فعالیت بوختې دي.

چارواکي وایي په دې فابریکو کې زرګونو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شویده.

د ننګرهار صنعت اوسوداګرۍ ریس «سید عبدالبصیر پاچا» وایي، ننګرهار ولایت کې دا مهال درې سوه اویا سترې او وړې فابریکې چې له دوې سره  ثبت او راجستر دي په جلال اباد ښار او شیخ مصري صنعتي ښارګوټي کې پر فعالیت بوختې دي. هغه وایي په دې فابریکوکې زرګونو کسانو ته په مخامخ ‌ډول د کار کولو زمینه برابره شویده.

 د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ ریس وایي په دغو فابریکو کې تولیدیدونکي توکي پر دې ولایت سربیره د هیواد نورو سیمو او ان له هیواده د باندې هم صادریږي.

سید عبدالبصر پاچا وویل ،دغو فابریکو د فعالیت او همدارنګه د جوازونو د نوې کولو او د فعالیت نوي جوازونو ترلاسه کولو له امله د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ ریاست په عوایدو کې د تیر کال په پرتله دیرش سلنه زیاتوالی راغلی دی.

 د صنعت او سوداګرۍ ریس وویل تر ډیره یې هڅه کړې چې د سوداګرو او پانګه والو ستونزې پر وخت هوارې کړې خو پر وینا یې چې په شیخ مصري صنعتي ښارګوټي کې د بریښنا کمښت او همدارنګه دغلته د ځینونورو اسانتیاو نه شتون هغه ننګونې دي چې  دوې ،سوداګر او پانګه وال ورسره مخامخ دي.

 

ټیګونه