په سرۀسمندر کې یوه بله کشتۍ هم د توغندی ښکار شوه
(last modified Wed, 29 May 2024 01:57:07 GMT )
May 29, 2024 06:27 Asia/Kabul
  • په سرۀسمندر کې یوه بله کشتۍ هم د توغندی ښکار شوه

امبري شرکت په دغې خبرتیا کې وئیلي دي،د اعلان شوو اطلاعاتو په اساس،  دنوموړي کشتۍ  عملې وئيلي دي، دغه کشتۍ د انبار په برخې کې په توغندي سره لګیدلې او  له اوبو په ډکیدا ده  او په اوبو کې  دډوبیدا په حال کې ده.

الجزیره  ټيلیویژني چینل راپور ورکړ، د بریتانیا دسمندري امنیت شرکت (امبري ) پرون ناوخته وئيلي دي ، د یمن دالحدیده په جنوب لویدیځ کې ئې په ۵۴سمندري  میل کې د یوې امنیتي پیښې  په باب راپور ترلاسه کړی دی .

ددغه شرکت په خبرتیا کې راغلي دي ، لومړني راپورونه   په یوې کشتۍ د  ددرو توغندیو د لګیدا  ښودنه کوي.

امبري شرکت په دغې خبرتیا کې وئیلي دي،د اعلان شوو اطلاعاتو په اساس،  دنوموړي کشتۍ  عملې وئيلي دي، دغه کشتۍ د انبار په برخې کې په توغندي سره لګیدلې او  له اوبو په ډکیدا ده  او په اوبو کې  دډوبیدا په حال کې ده.

ددغې پيښې په باب نور جزیات لا نه دي ترلاسه شوي.

د غز ې تړانګې په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم  دجنګ په پلیدا پسې د یمن پوځ  او  مبارزانو ددغه جنګ اونسل وژنې په وړاندې د زیاتره عربو هیوادونو  په منزوي  کړچار او حتی د ځينو هیوادونو له خوا د وحشي نیواکګرو  په ملاتړي دریځونو په سختو نیوکو سره  د اسرائيلي او د نیواکي ټاټوبو په لور تګ راتګ کونکو کشتیو په ضد   عملیات پیل کړي او اعلان ئې کړی دی چې  دغزې د مظلومو خلکو په ضد داسرائیلو  د حملو تر ختمیدا پورې به د اسرائیلي کشتیو  په ضد خپلو  عملیاتو ته دوام ورکړي.

 

ټیګونه