د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ او د جرمونو د زیاتوالي په لړ کښې سویډن ته پيښې ننګونې
(last modified Wed, 29 May 2024 10:31:09 GMT )
May 29, 2024 15:01 Asia/Kabul
  • د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ او د جرمونو د زیاتوالي په لړ کښې سویډن ته پيښې ننګونې
    د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ او د جرمونو د زیاتوالي په لړ کښې سویډن ته پيښې ننګونې

پارس ټوډی- د تازه احصائیو له مخې، سویډن کښې په کلي توګه ۱.۴۵ میلیون جرمونه رپورټ شوي دي. له دې شمیر څخه څه باندې ۲ لاکه ۹۶ زره پيښې له تشدده په ډکو جرمونو پورې اړونده وې.

په سویډن کښې د بشري حقوقو د حالت څیړنه ښودنه کوي چې دغه هیواد لاهم له تبعیض، توکمپالنې، تاوتریخجنو جرمونو او دغه شان نورو پيښو سره په مقابله کښې، لکه څنګه چې یې تبلیغ کوي، کامیاب نه دی.

په هم دې لړ کښې د ملګرو ملتو د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقوقو د کمیټې د وروستي رپورټ له مخې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ خیني موارد څیړو.

 

په سویډن کښې د اقتصادي، اجتماعي او کلتوري حقوقو حالت

د ملګرو ملتونو د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو د کمیټې د راپور له مخې، نړیوال اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه د سویډن په کورنیو قوانینو کې په بشپړه توګه نه دي پلي شوي او دغه ډول زیاتره حقونه د سویډن په اساسي قانون کې په رسمیت نه پیژندل کیږي.

له بلې خوا په سویډن کې د جنسي تیري کړکیچ د تیرو کلونو په پرتله ډیر شوی او دا هیواد یې د ښځو لپاره یو ناامنه ځای ګرځولی دی، چې له امله یې سویډنۍ میرمنې د خپل ژوند د طور طریقې بدلولو ته اړ کیږي.

 

په سویډن کښې د روغتیا او سلامتیا حالت

د بخښنې د نړیوال سازمان په وینا، روغتیایی پاملرنې ته لاسرسي، په سویډن کې د بې وزلۍ ژوند تیرونکو مهاجرینو لپاره یوه جدي اندیښنه ده.

 

په سویډن کښې تبعیض او توکمپالنه

په سویډن کې د اسلام دښمنۍ په ګډون د معلولیت، نژاد، توکم او مذهب پر بنسټ کرکه او تبعیض همهغه شان دوام لري. د ماشومانو د ژغورنې صندوق په وینا، په سویډن کې د کډوالۍ له مخینه لرونکو ماشومانو څخه په هرو څلورو ماشومانو کې یو تن د خپل رنګ یا مذهب له امله د توکمیزې ځورونې یا حملې سره مخامخ شوی دی.

 

د سویډن ځايي خلک

د سویډن په حکومت کښې په پریکړه کونکو رولونو او ټاکونکو چارو کښې د «سامیانو» یا «د سویډن د ځايي خلکو» د برخه اخیستو په لړ کښې هیڅ اجرايي او قانوني ضمانت نشته.

د بخښنې د نړیوال سازمان د رپورټ له مخې، د ځايي خلکو د ملاتړ لکه د ځمکې او آزادانه، وامخکښې او آګاهانه رضایت څخه د ملاتړ لپاره د سویډن ملي قوانین کافي نه دي.

 

په سویډن کښې تاوتریخجن جرمونه

د تازه احصائیو له مخې، سویډن کښې په کلي توګه ۱.۴۵ میلیون جرمونه رپورټ شوي دي. له دې شمیر څخه څه باندې ۲ لاکه ۹۶ زره پيښې له تشدده په ډکو جرمونو پورې اړونده وې. سویډن له دې درې کاله مخکښې هم په ترتیب سره ۲لاکه ۸۷ زره، ۳ لاکه ۴ زره او ۲ لاکه ۹۸ زره له تشدده ډک جرمونه ثبت کړي دي.

 

سویډن کښې په سړې وسلې سره تشدد

د جرمونو د مخنیوي د ملي شورا رپورټ ښودنه کوي چې په دغه هیواد کښې په سړې وسلې سره تاوتریخوالی زیات شوی دی.

 

په سویډن کښې د زده کړې حق

د ښوونځیو ټولنیز-اقتصادي جوړښت، د زده کونکو په فعالیت کې توپیر او د جنسیت، نژاد، توکم، مذهب، معلولیت، وضعیت او تابعیت پر بنسټ زده کړې ته د لاسرسۍ په برخه کې تبعیض په سویډن کې عام دی. د سویډن په تعلیمي ټولنه کې په ښوونځیو او تعلیمي چاپېریال کې ځورول او کرکجنې ویناوې، د نشه یي توکو کارول او د زده کوونکو مجازات او سزا ورکول مخ په زیاتېدو دي.

په عین حال کې، په سویډن کې، په سړې وسلې سره د وژونکي تاوتریخوالي له 10 قربانیانو څخه 7 نارینه دي، او ترټولو زیان منونکې ډله له 20 نه تر 29 کلونو عمر لرونکي نارینه دي.

 

په سویډن کښې د کم عمره قاتلانو زیاتیدل

د سویډن د عامه څارنوالۍ د دفتر احصایې ښیې چې په دې هیواد کې د قتل یا د وژنې په هڅه کې د شکمنو تنکیو ځوانانو شمیر دوه چنده ډیر شوی.

 

ټیګونه