په اروپائي هیوادونوکې هماغه راز له غزې او لبنانه دملاتړمظاهرې دوام لري
(last modified Sun, 20 Oct 2024 00:54:59 GMT )
Oct 20, 2024 05:24 Asia/Kabul
  • په اروپائي هیوادونوکې هماغه راز له غزې او لبنانه دملاتړمظاهرې دوام لري

سحاب -  د بریتانیا د لندن په شمول  په مختلفو ښارونو کې د فلسطین په لسګونو زره خلکو  د مظاهرو په جوړولو سره یوځال بیا  په فلسطین او لبنان کې د صهیونیسټي وحشي رژيم جنایتونه اوتیري په سخته محکوم کړل.

ایرناخبری آژانس راپور ورکوي، په لندن کې د شنبې په ورځ د مختلفو دینونو او ملیّتونو په زرګونو خلکو د ؛نیواکګري ختمه کړي، فلسطین آزاد کړئ،په لبنان له حملې لاس واخلئ ، جنګ و دروئ  او اوربند وکړئ؛ په څیر په شعارونو ورکولو سره د اسرائیلي رژیم په ضد خپله کرکه نندارې ته وړاندې کړه او د فلسطین او لبنان د بیرغونو په اوچتولو سره ئې له دغو مظلومو خلکو سره خپله خواخوږي او پيوستون اعلان کړ.

بریتانوي اعتراض کونکو ټينګار درلود،ترڅو چې صهیونیسټي رژيم جنایتونه په غزې تړانګې او لبنان کې روان وي، خپلو مظاهرو ته به هم دوام ورکړي.

له دې سره په یووخت د اروپا د ایټالیا،سویس، تایلینډ، اسپانیا، سویډ پشمول په نورو لسګونو هیوادونو  کې د غزې تړانګې او لبنان له مظلومو خلکو سره د پيوستون او خواخوږئ  سترې مظاهرې شوي او له وحشي او نسل وژونکي صهیونیستي رژيمه ئې خپله کرکه او نفرت نندارې ته وړاندې کړی دی.

 

ټیګونه