د دریو اروپايي هیوادونو خلکو د اسرائیلو پرضد مظاهرې وکړې
مهر خبري اژانس راپور راکړی د بیلجیم ، د اسپانیا او د ایرلینډ د بیلابیلو ښارونو خلکو پرون د فلسطین او د لبنان د خلکو په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې او د صهیونیسټ رژيم د حملو او د نسل کشۍ په سملاسي بندولو یې ټینګار وکړ.
مظاهره چیانو د فلسطین د بیرغونو او د بینرونو په لاسونو کښې نیولو سره د فلسطین او د لبنان د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژيم جنایتونه وغندل.
د فلسطین د مظلومانو پلوي خلکو له غزې او لبنان سره د پیوستون د اعلانولو او په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د وحشیانه جنایتونو په تیره بیا په بیت لاهیا کښې د وړمې شپې د وژلې په غندلو سره د ا سرائیلو ضد شعارونه ورکړل.
صهیونیسټ رژيم وړمه شپه د فلسطین په بیت لاهیا سیمه کښې په نویو جنایتونو کښې یو اتیا کسان شهیدان کړل او سل نور ژوبل کړي وو.
دغه راز په تیرو څو ورځو کښې د جرمني ، د فرانسې ، د بریتانیا ، ناروې او د سینیګال هیواد د بیلابیلو ښارونو خلکو هم په لبنان باندې د اسرائیلو د حملې او په غزې تړانګه کښې په نسل کشۍ باندې اعتراض کښې مظاهرې کړي وې او د صهیونیسټ رژيم د پوځ د جنایتونو پرضد یې شعارونه ورکول.