د کلتور د مینه والولپاره ښه خبر،ایراني خپرندوي د بلګراد د کتاب په نړیوال نندارتون کې
پارس ټوډې – د بلګراد د کتاب اوه شپیتم نړیوال نندارتون د ایران پشمول د څه دپاسه ۴۰۰ داخلی اوبهرنیو خپرندویو په شتون سره پرانیستل شو.
د بلګراد د کتاب اوه شپیتم نړیوال نندارتون د ؛آزاد کلام؛ په شعار سره د څه دپاسه ۴۰۰ داخلی او بهرنیو ناشرانو او خپروندویو په شتون او په صربیا کې د ایران ند اسلامی جمهوریت د سفیر رشید حسن پور او د ایران د کلتوری سلایار امیر پور پزشک په ګډون سره د اتبار په ورځ برانیستل شوی دی.
پارس ټوډې د ایران پریس له قوله راپور ورکړی، په دغه نندارتون کې،د ایران،جرمني،آلبانیا،آسټریا،سویس،چین،روسیې،شمالي مقدونیه، رومانیا،کرویشیا،کیوبا، مونټه نګرو،سپینه روسیه، مراکش، الجزایر، تیونس او مصر هیوادونو څخه نمایندګان او خپروندوئې پکې شتون لري.
د ایران کلتوري سلایارئ د ایران د ادبیاتو او کتابتون څخه په نمایندګۍ دخپلو خپروندویو پر وړاندې کولو سربیره په دغه نندارتون کې په صربیائي ، انګریزي او فارسي ژبو باندې مشتمل په لسګونو کتابونو سره ګډون درلودلی.
د بلګراد کتاب اوه شپیتم نړیوال نندارتون به تر یوې اونۍ پورې دوام ولري.