د ازبکستان لپاره د طالبانو سفیر خپله دنده پیل کړه
په ازبکستان کښې د افغانستان د سفارت مسئولیت د طالبانو د معدنونو وزیر مغفور الله شهاب ته وسپارل شو
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، خبري سرچینو ویلي چې پرون (جمعه) په ازبکستان کښې د افغانستان د سفارت مسئولیت د طالبانو د معدنونو وزیر مغفور الله شهاب ته سپارل شوی دی.
مغفور الله شهاب په هغه غونډه کښې چې په تاشکند کښې د افغانستان د سفارت ټولو کارکوونکو په کښې ګډون کړی و، د سفارت د مسئولیت په غاړه د اخیستو بهیر یوازې د دندې بدلیدل وبلل او ویې ویل: د طالبانو او نورو ترمینځ اختلافات شته دي خو دا اختلافونه باید د چوکاټ دننه وي.
له دې مخکښې احمد خالد علمي په تاشکند کښې د افغانستان د سفارت مسئولیت په غاړه درلود.
دا په داسې حال کښې دي چې د چین ولسمشر تیره اونۍ د طالبانو د سفیر باورلیک ومنه او دا اولنې هیواد دی چې په رسمي توګه یې د طالبانو د سفیر باور لیک ترلاسه کړ.
په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د نړۍ هیڅ هیواد د دغې ډلې موقته حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.