ننګرهار کښې د چرګوړو د تولید چارې پیل شوي نور راپور واورئ
زمونږ خبریال راپور راکړی په ننګرهار کې په لومړي ځل په نږدې دوه ملیونه ډالرو پانګونې سره د یو ورځنیو چرګوړو د تولید چارې پېل شوې.
چارواکي وایي اوس به له ګاوندي هیواد پاکستان څخه د چرګوړو راوړلو پر ځای په کور دننه اړتیا وړ تولید ترسره کیږي.
د حبیب حسام خصوصي شرکت په یو ملیون او اوه سوه زره ډالرو پانګونې سره په جلال اباد کې د یو ورځنیو چرګوړو د تولید چاري پېل شوې.
د یاد شرکت مشرعزیزالله حسام وایي دنویو وسایلو په کارولو سره د یو ورځنیو چرګوړو د تولید کچه د میاشتې شپږ سوه زرو ته لوړه شوه چې ورسره له بهر نه د چرګوړو راوړلو تکیه کمه او په کور دننه به د چرګانو د روزنې فارمونو اړتیاوې پوره کړي.
د افغانستان کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم وایي په افغانستان کې د چرګانو غوښې او هګیو د تولید له پلوه ځان بسیاینې ته نږدې شوي یوو.
هغه وایي دوه کاله پخوا په افغانستان کې د چرګانو روزنې خواوشاه دوه زره فارمونه وو خو اوس یې کچه لسو زرو ته رسیدلې ده.
د ننګرهار کانال شرکت ریس مولوي غلام رحمن کظیم وایي د غوښینو چرګانو ،یو ورځنیو چرګوړو او هګیو تولید دا مرکز د یو قرار داد له مخې د کانال شرکت اړوند پر خواوشاه یو سلو شل جریبه زمکه جوړ شوی چې څلور سوه پنځوس تنو ته پکې په مخامخ او زرګونو کسانوته په نامخامخ ډول د کار کولو زمینه برابره شویده.
د ننګرهار په مرکز جلال اباد او خواوشاه سیمو کې له تیرو څوکالو راهیسې په اونۍ کې یوازې یوه ورځ د غوایي او پسونو غوښو پر پلور بندیز لګول شوی چې چارواکي یې موخه د چرګانو روزنۍ د صنعت پیاوړتیا بولي.