د افغانستان د اوسپنې پټلۍ انسټېټیوټ جوړیږي
د وسپنې پټلۍ ادارې لپاره د طالبانو د حکومت لوی رییس بخت الرحمان شرافت وایي، د دوی له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره ښه همکاري درلوده او ټینګار کوي چې دمګړۍ د ډیزاین، سروې او پروګرام جوړولو په برخو کې تجربه لرونکو او مسلکي کسانو ته اړتیا لري.
د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې لپاره د طالبانو د افغانستان د وسپنې پټلۍ د ادارې چارواکو اعلان وکړ چې د ۱۲۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت یې پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د یادې ادارې مرستیال فضل الرحمن فاضل وایي په دغو هوکړه لیکونو کې د وسپنې پټلۍ د انسټېټیوټ جوړول، مسلک، د اومو توکو تجهيزات، کتابتون او لابراتوار، د لنډ مهاله حرفوي پروګرامونو روزنه او وړیا بورسیې شاملې دي.
هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.
د وسپنې پټلۍ ادارې لپاره د طالبانو د حکومت لوی رییس بخت الرحمان شرافت وایي، د دوی له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره ښه همکاري درلوده او ټینګار کوي چې دمګړۍ د ډیزاین، سروې او پروګرام جوړولو په برخو کې تجربه لرونکو او مسلکي کسانو ته اړتیا لري.
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د اوسپنې پټلۍ او سیمه ییز اتصال په برخو کې د جمهوري نظام نیمګړو پاتې پروژو ته دوام ورکړل شوی.