د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن د بلوچستان چاودنې وغندلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i145920-د_افغانستان_د_بهرنیو_چارو_وزارت_نن_د_بلوچستان_چاودنې_وغندلې
په پاکستان کې دا چاودنې په داسې حال کې کېږي چې نن ټاکنې روانې دي .
(last modified 2024-02-08T04:36:25+00:00 )
Feb 08, 2024 09:05 Asia/Kabul
  • د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت  نن د بلوچستان  چاودنې وغندلې

په پاکستان کې دا چاودنې په داسې حال کې کېږي چې نن ټاکنې روانې دي .

 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په بلوچستان کې پرونۍ  چاودنه په کلکه غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

افغان غږ خبری آژانس وایی طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی نن په اکس ټولنیزه شبکه کې لیکلی، چې دغه وزارت د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پرونۍ چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده. د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.

په پاکستان کې دا چاودنې په داسې حال کې کېږي چې نن ټاکنې روانې دي .

پرون په بلوچستان کې دوه چاودنې وشوې او یوه بله چاودنه په کراچۍ ښار کې وشوه چې په پایله کې یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول.

داعش ډلې د دغو چاودنو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.