په باميان کې یوه ځوان ځانوژنه کړې
Feb 09, 2024 17:45 Asia/Kabul
ځايي سرچينې په دغه ولايت کې د يوه ځوان هلک د ځانوژنې خبر ورکوي.
دغه ځوان شاوخوا ۲۰ کاله عمر لرلو او د سلواغې پر ۱۹مه یې د بامیان ولایت د مرکز اړوند حیدرآباد سیمه کې ځانوژنه کړې ده.
د دغه ځوان هلک نوم سردار وو او د ځانوژنې انګیزه یې لا نه ده روښانه.
طالبانو هم د دغې پېښې پخلی کړی.
د يادونې وړ ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د افغانستان په بېلابېلو سيمو په ځانګړې توګه په باميانو کې، د ځانوژنې پېښو شمېر په بې ساري ډول زيات شوى دى.
د راپورونو له مخې، یوازې په تېره یوه میاشت کې درېیو ځوانانو په دغه ولایت کې ځانوژنې کړې دي.
ټیګونه