طالبانو په افغانستان کښې د یونسکو په فعالیتونو نیوکه کړې
د طالبانو سرپرست حکومت له یونسکو نړیوال سازمانه غوښتي، چې د افغانانو هنري اثارو او ارزښتونو ته درناوی وکړي.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیقالله عزیزي دغه څرګندونې په کابل کې د غلام محمد میمنهګي روزنیز مرکز زدهکوونکو په فراغتغونډه کې وکړې.
عزیزي ویلي؛ نړيوالو په تېرو څه باندې شلو کلونو کې د افغانستان د خلکو حقوقو او ارزښتونو ته په سپکه کتلي او د افغانانو دودونه يې له پامه غورځولي دي.
هغه زياته کړه، په هغو کلونو کې چې افغانستان په جګړو کې ښکېل و، زموږ د هنر ډګر هم اغېزمن شوى و، خو اوس دې برخې ته د چارواکو توجه زياته شوې ده.
له سرپرست حکومت پرته نور چاته اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانانو په سرنوشت لوبې وکړي.
عزيزي وويل لاسي صنایع، خطاطي، نقاشي او نور هنرونه په افغانستان کې ځانګړی ځای او اهميت لري.
دا په داسې حال کې ده چې یونسکو په روان ميلادي کال کې د افغانسان د کلتوري او تاریخي هویت د ساتنې لپاره د خپلو فعالیتونو د پراخېدو خبر ورکړی.