طالبان له ۳۸ هېوادونو سره فعالې سیاسي اړیکې لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146004-طالبان_له_۳۸_هېوادونو_سره_فعالې_سیاسي_اړیکې_لري
د سرپرست حکومت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر  ویلي چې له ۳۸ هېوادونو سره فعالې سیاسي اړیکې او په دې هېوادونو کې استازولۍ لري.
(last modified 2024-02-10T20:36:03+00:00 )
Feb 11, 2024 01:03 Asia/Kabul
  • طالبان له ۳۸ هېوادونو سره فعالې سیاسي اړیکې لري

د سرپرست حکومت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر  ویلي چې له ۳۸ هېوادونو سره فعالې سیاسي اړیکې او په دې هېوادونو کې استازولۍ لري.

نوموړي دا څرګندونې د سلواغې په ۲۱مه، په جلال آباد کې د ا قلیمي بدلون په  نړیوال کنفرانس کې کړي.

هغه زیاته کړې، چې د افغانستان د خلکو دښمنان اوس هم کوښښ کوي چې د پروپاګند او بېلابېلو لارو د افغانانو ترمنځ نفاق رامنځته کړي، ولې خوشبختانه افغانان د یوه وطن او یوه وجود غړي دي چې دین، هېواد او ملت یې یو دی؛ نو ځکه د دښمن هڅې پایله نه ورکوي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په خپلو خبرو کې ویلي چې، طالبانو له ۳۸ هېوادونو سره فعالې سیاسي اړیکې او په دې هېوادونو کې استازولۍ لري. همدارنګه ګڼ هېوادونه په کابل کې فعال سفارتونه لري او له هېوادونو سره سوداګریز بنادر پرانیستي دي، چې دا د طالبانو د رسمیت پېژندنې په معنی ده او په حقیقت کې سرپرست حکومت د دوی لخوا په رسمیت پېژندل شوی دی.

د نوموړي په وینا، د دوحې د راتلونکې ناستې اساسي موخه، له طالبانو سره د دنیا د تعامل پراختیا ده. افغانستان د نړۍ لپاره امن خوښوي او طالبان د افغانستان پر ټوله جغرافیه حاکمیت لري.

مولوي عبد الکبیر وویل، په تېره اداره کې د افغانستان لپاره اساسي کار نه دی شوی، یوازې هغه سړکونه پاخه شوي چې د امریکا او ناټو ټانګونه پرې تېرېدل.