په خوست کې د سرطاني ناروغیو د درملنې کمپلکس جوړېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146176-په_خوست_کې_د_سرطاني_ناروغیو_د_درملنې_کمپلکس_جوړېږي
د سرپرست حکومت د کابینې د پرېکړې پر اساس، په خوست ولایت کې د سرطاني ناروغیو درملنې لپاره د کمپلکس جوړولو طرحه تایید شوې ده.
(last modified 2024-02-14T03:17:55+00:00 )
Feb 14, 2024 07:44 Asia/Kabul
  • په خوست کې د سرطاني ناروغیو د درملنې کمپلکس جوړېږي

د سرپرست حکومت د کابینې د پرېکړې پر اساس، په خوست ولایت کې د سرطاني ناروغیو درملنې لپاره د کمپلکس جوړولو طرحه تایید شوې ده.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابینې په ۱۶مه غونډه کې په خوست کې د روغتیایي کمپلکس جوړولو طرحه منظور شوې او د دولتي شرکتونو مشر مولوي احمد جان بلال په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې په دې اړه جوړه شوې طرحه په دقیق ډول وڅېړي او اړوند بنسټونه دې خپلې چارې پرمخ یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې د چارو ادارې تېره میاشت ویلي وو چې د سرطاني ناروغیو درملنې روغتون لپاره سل جریبه دولتي ځمکه د عامې روغتیا ریاست ته سپارل شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې هر کال شاوخوا ۲۳ زره کسان په سرطان اخته کېږي، چې له دې ډلې ۱۶ زره یې مري.