په افغانستان کې ۲۰ ترهګرې ډلې شتون لري
د روسيې د امنيت شورا منشي نيکلای پاتروشف د قرغيزستان په بيشکيک کې د امنيتي غونډې پر مهال ويلي چې ۲۰ ترهګریز سازمانونه له ۲۳ زره کسانو سره په افغانستان کې موجود دي.
دا غونډه د سلواغې په ۲۷مه د روسيې، ايران، چين، هند، پاکستان، تاجيکستان، قرغيزستان، ازبیکستان او ترکمنستان د امنيت شورا د منشیانو په ګډون د افغانستان په تړاو جوړه شوې وه.
د ټاس له راپور سره سم، پاتروشف په دې غونډه کې د خپلو خبرو پر مهال ویلي چې افغانستان د لوېديځ د جيوپوليټيک د نه ختمېدونکو ځنځيري طرحو يوه کړۍ ده.
د روسيې دې لوړپوړي امنيتي چارواکي ويلي: «په افغانستان کې د اوسني سخت وضعيت مسئوليت بايد په بشپړه توګه د امريکا او د هغې د متحدينو پر غاړه وي. واشنګټن هلته (افغانستان) د خپل ۲۰ کلن حضور پر مهال د وضعيت د ښه والي لپاره هېڅ هم نه دي کړي.»
ده ويلي چې لوېديځ له افغانستان څخه د وتلو پر مهال د زياتې کچې وسلې په پرېښودلو ساعتي بم تر شا پرېيښی دی.
د روسيې د امنيت شورا منشي ويلي: «نن [دا وسلې] د افغان ډلو تر منځ د جګړې د تشديد لپاره استفاده کېږي، په تور بازار کې پلورل کېږي او په درېيم هېواد کې د ترهګرو لاس ته لوېږي.»
دې روسي چارواکي ادعا کړې چې لوېديځ په افغانستان کې د خپل حضور او په دې لړ کې له ترهګرو ډلو څخه د خپلې استفادې په لټه کې دی.
پاتروشف زياته کړې: «زموږ له اټکلونو سره سم، په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ ترهګریز سازمانونه دي چې تر ۲۳ زره زيات جنګيالي ورسره دي.»
تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه ادعاوې شوې وې خو طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي.