د دوحې غونډه د وخت ضایع کول دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146410-د_دوحې_غونډه_د_وخت_ضایع_کول_دي
د طالبانو ویاند ذبیح... مجاهد بیا ویلي، چې په غونډه کې مهم بحثونه نشته او د ده په وینا، د وخت ضایع کول دي.
(last modified 2024-02-19T03:43:27+00:00 )
Feb 19, 2024 08:08 Asia/Kabul
  • د دوحې غونډه د وخت ضایع کول دي

د طالبانو ویاند ذبیح... مجاهد بیا ویلي، چې په غونډه کې مهم بحثونه نشته او د ده په وینا، د وخت ضایع کول دي.

د افغانستان په اړه د دوحې غونډې دویمه او وروستۍ ورځ په داسې حال کې پيل شوی ده، چې په دې غونډه کې د طالبانو د نه ګډون له امله پر دوی سختې نیوکې شوي.

په غونډه کې د افغان ښځو او مدني ټولنې یوې استازې محبوبه سراج ویلي، په دې خواشینې ده چې طالبانو ګواکې په دې غونډه کې د یو شمېر افغانانو د ګډون له امله هلته پلاوی نه دی استولی.

ځینو څارونکو او افغانانو هم په دې کار پر طالبانو نیوکې کړې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح... مجاهد بیا ویلي، چې په غونډه کې مهم بحثونه نشته او د ده په وینا، د وخت ضایع کول دي.

هغه دا هم رد کړې، چې ګواکې دوی په انزوا کې دي او هلته نه ګډون به یې دا انزوا لا زیاته کړي.

نوموړي له افغانستان سره د ځینو ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو اقتصادي اړیکو او طالب سره نسبي تعامل ته په اشارې دا خبره کړې او ادعا یې کړې، چې دوی سره د هېوادونو اړیکې ښې دي.

د ناستې اصلي بحث، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکل کېدو هوکړه ښودل شوې ده.