په سمنګانو ولایت کې یوه ځوان ځانوژنه کړې
Feb 20, 2024 02:33 Asia/Kabul
د افغانستان د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې سیمه ایزې سرچینې د یو ځوان د ځانوژنې خبر ورکړی دی.
سرچینې وايي چې دا ځوان صفتالله حکیمي نومېده او د سلواغې پر ۳۰مه سهار مهال یې ځان په خپل کور کې زندۍ کړی دی.
صفتالله درې کاله مخکې له سمنګان پوهنتون څخه فارغ شوی وو.
د سرچینو په خبره، نوموړي د کورني تاوتریخوالي له امله ځانوژنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره جمعه د پاکستان د اسلامآباد ښار په «بهاره کوه» سیمه کې هم یوه افغان پناهغوښتونکي د کاناډا له خوا د پناه غوښتنې له ردېدو وروسته، ځان وژلی وو.
ټیګونه