ایران د افغانستان دکرهڼې اومالدارۍ په برخې کې پانګونې ته تیار دی
د ایران د کرهڼې په وزارت کې د خپلواکه جهاد برخې عمومی مدیر د افغانستان د کرهڼې او مالدارۍ له وزیر سره په کتنې کې د افغانستان په کرهڼې او مالدارۍ په برخې کې د پانګونې لپاره د خپل هیواد د چمتووالي خبر ورکړ.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، د افغانستان د طالبانود حکومت د اوبه خور،کرهڼې او مالدارۍ وزیر عطاا...عمري په کابل کې د ایران د سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي،د خراسان رضوي ولایت داقتصادي چارو له مرستیال غږملونکي او د ایران د کرهڼې په وزارت کې د خپلواکه جهاد ادارې عمومي مدیر حسن همتي سره لیده کاته وکړل.
همتي په دغې کتنې کې د مالدارۍ ، کرهڼې ،اوبه خور، باغدارۍ ،روزنې،د حیواناتو د نسل د اصلاح د سسټم او د لبنیاتو دزیاتولو په برخې کې په افغانستان کې د پانګونې لپاره د ایران د چمتووالی خبر ورکړ او په دغو زمینو کې ئې دعملی کار د پیلولو لپاره په چمتووالي ډاډ ورکړ.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د کرهڼې دچارو زویر په دې خبرې کولو سره چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښې زمینې شته دي ، ووئيل؛همیشه مو له خپلو ایرانیو دوستانو ته په لیدوکتو کې وئيلي دي،چې راشئ ، په ګډه کار وکړو، او د تاسو له تجروبو استفاده وکړ،څو مونږ هم په دغو ډګرونو کې پرمختګ وکړئ شو،ځکه افغانستان بې مخینې امتیازونه لري. هغه دکرهڼې او مالدارۍ په زمینې کې د ایران بریاؤ او پرمختګونو ته په اشارې سره ووئيل،مونږتازه خپله خپلواکي ترلاسه کړې ده او په دې زمینو کې ډ ير وروسته پاتې یوو ، اړمن یوو چې په ګډه کار وکړو او د تاسو له تجروبو څخه په استفادې سره مونږ هم په دغو ډګرونو کې پرمخ لاړ شو.