د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کښې د پولیو د مخنیوي ویکسینشن پیلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146734-د_افغانستان_په_۲۱_ولایتونو_کښې_د_پولیو_د_مخنیوي_ویکسینشن_پیلیږي
په پام کې ده چې نن دوشنبه د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د روغتیا د نړیوال سازمان او یونیسف په ملاتړ، د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسیناسیون پيل شي.
(last modified 2024-02-26T04:07:10+00:00 )
Feb 26, 2024 08:34 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کښې د پولیو د مخنیوي ویکسینشن پیلیږي

په پام کې ده چې نن دوشنبه د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د روغتیا د نړیوال سازمان او یونیسف په ملاتړ، د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسیناسیون پيل شي.

په پام کې ده چې نن دوشنبه د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د روغتیا د نړیوال سازمان او یونیسف په ملاتړ، د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسیناسیون پيل شي.

 کابل، کندوز، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، پروان، کاپیسا، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات هغه ولایتونه دي چې تمه کیږي یاد کمپاین په کښې تطبیق شي.

تېر میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې ټولې په ننګرهار کې وې، خو سږکال تر دې دمه د کومې مثبتې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي په کې ختمه شوې نه ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد څه موده مخکې هیله مندي وښوده چې روان کال به افغانستان له پولیو څخه پاک هېواد اعلان شي.

یو شمېر څارونکي هم په دې برخه کې لاسته راوړنو ته هیله من دي او دلیل یې له طالبانو سره په دې برخه کې د دوی د ملاتړو ملایانو همکاري ګڼي.

د دوی په باور، مخکې د پولیو د واکسین پر وړاندې یو خنډ د طالبانو وسله وال فعالیتونه او هم د دغه کمپاین پر ضد د دوی د ملاتړو تبلیغات وو چې اوس دواړه خنډونه لیرې شوي.