په غزني کې یوې ناوې ځان وژنه کړې
Mar 01, 2024 05:24 Asia/Kabul
د افغانستان د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایې، چې د دې ولایت په قرباغ ولسوالۍ یوې ځوانۍ نجلۍ ځان وژنه کړې.
د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي ویلي چې یادي نجلۍ دری میاشتې وړاندې واده کړې وو، تېره ورځ د پلار کور ته راغلې او په حمام کې یې خپل ژوند پای ته رسولی دی.
نوموړي زیاته کړې، د نجلۍ خاوند په ایران کې مسافر دی او د پلار په وینا یې چې له لور سره يې نه د خسر او نه هم د پلار په کور کې چا بد کړي.
هغه وویل، د پېښې لامل تر اوسه نه دی معلوم امنیتي کسانو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د غزني مرکز اړوند په قرهباغي کلي کې هم یو ځوان ځانوژنه کړې وه.