ایران او افغانستان ټرانسپورتي چارې سره نوره هم پراخوي
د افغانستان د طالبانو دحکومت د ټرانسپورټي چارو وزارت په کابل کې د نړیوال ټرانسپورټ په چورلیزتوب سره د ایران له اړونده پلاوي سره د لیدو کتو خبر ورکړ.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د افغانستان د ټرانسپورټي چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي،ددغه وزارت یوه پلاوي په کابل کې دایران له یوه اړونده پلاويد نړیوال ټرانسپورټ ، د تګ راتګ د مجوزونو برابرولو، د لګښتونو دکمولو دغه راز د ځینو نورو اړونده موضوعګانو په باب خبرط اترې کړي دي. له دې مخکې د افغانستان د طالبانو د حکومت تخنیکي پلاوي له ایران ته په سفر سره ددغه هیواد دتجارت او صنعت د وزارت په چورلیزتوب ، د ایران د جنوب ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت د چابهار بندر په آزادې تجارتي سیمې کې د افغانستان دطالبانو د حکومت د نمایندګۍ د پرانیستو او داقتصادي او تجارتي ملګرتیاؤ په باب مشورې او د نظر تبادله وکړه.
دافغانسان دطالبانو د حکومت د تجارتي چارو وزارت په همداوروستیو کې په یوې اعلامیې کې وئيلي چې له ایرانیو چارواکو سره ئې په لیدو کتو کې په چابهار بندې کې د اقتصادي نمایندګۍ د پرانیستو غوښتنه کړې ده.
له دې مخکې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي هم له اسلامی ایران سره د تجارتي اړیکو د پراختیا لپاره دافغانستان د طالبانو د حکومت د پلاوي د جدي هوډ خبر ورکړی او وئیلي ئې وو، طالب حکومت له ایران سره د اقتصادي او تجارتي اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او په چابهار بندر کې به ددغه هیواد د خصوصي برخې د فعال شتون او پانګونې زیاتې شي.