پاکستان بیا ځلي تورخم دروازه د ناروغانو پر مخ وتړله جزیات واورئ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i147478-پاکستان_بیا_ځلي_تورخم_دروازه_د_ناروغانو_پر_مخ_وتړله_جزیات_واورئ
زمونږ خبریال راپور راکړی له پاکستان سره د شوي تفاهم له مخې به بیړنیو او لا علاجه ناروغانو ته له ویزې پرته پاکستان ته دتلو اجازه ورکول کیده.
(last modified 2024-03-11T07:56:06+00:00 )
Mar 11, 2024 12:22 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی له پاکستان سره د شوي تفاهم له مخې به بیړنیو او لا علاجه ناروغانو ته له ویزې پرته پاکستان ته دتلو اجازه ورکول کیده.

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو مسول مولوي صدیق الله قریشي وایي ، پاکستانې لوري تیره ورځ ناوخته په تورخم کې افغان چارواکو ته ویلي چې سر له اوسه نور پاکستان ته له افغانستان نه ناروغانو ته له ویزې او پاسپورت پرته د تلو اجازه نه ورکوي.

 نوموړی وایي تورخم میشتي چارواکي هڅه کوي چې پاکستاني لوری د خبرو له لارې اړ باسي چې بیا ځلي بیړنیو او لا علاجه ناروغانو ته د درملنې په موخه پاکستان ته دتلو اجازه ورکړي.

پاکستاني لوري څوورځې وړاندې د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته په خپرو کړو پاڼو کې ویلي و چې روانۍ مارچ میاشتې له یوویشتې چې د نوي لمریز کال له پېل سره برابره ده پاکستان ته له پاسپورت او ویزې پرته هیڅ افغان ته د ورتلو اجازه نه ورکوي  خو داسې ښکاري چې پاکستاني لورې له ورکړل شوې نیټې وړاندې د تورخم دروازې د تړل کیدو ګام پورته کړ، له پاکستاني لوري سره د شوې هوکړې له مخې  بیړنیو او په لا علاجه ناروغیو اخته کسانو او همدارنګه باروړونکو موټر چلوونکو ته له پاسپورت او ویزې پرته  پاکستان ته د تلو اجازه ورکول کیده.