ملګري ملتونه او مرستندوی هېوادونه له افغانستان سره د مرستې څرنګوالی ارزوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i147500-ملګري_ملتونه_او_مرستندوی_هېوادونه_له_افغانستان_سره_د_مرستې_څرنګوالی_ارزوي
د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شاژدافيره کيرين ډيکر وايي چې د ملګرو ملتونو تر مجموعې لاندې بنسټونه او مرستندوی هېوادونه له افغانستان سره د مرستو څرنګوالی ارزوي.
(last modified 2024-03-11T21:04:18+00:00 )
Mar 12, 2024 01:31 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه او مرستندوی هېوادونه له افغانستان سره د مرستې څرنګوالی ارزوي

د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شاژدافيره کيرين ډيکر وايي چې د ملګرو ملتونو تر مجموعې لاندې بنسټونه او مرستندوی هېوادونه له افغانستان سره د مرستو څرنګوالی ارزوي.

د امريکا د سفارت شاژدافيرې پرون ماښام  د کب په ۲۱مه پر خپله ايکس پاڼه د دې موضوع په تړاو خبر ورکړ.

خو هغې نه دي ويلي چې دا ارزونه څه وخت او چېرته ترسره کېږي.

کيرن ډيکر ويلي چې په دې ارزونه کې به «اساسي تمرکز پر روڼتيا او څار وي.»

دې د ښځو رول ته په اشاره ويلي چې «افغان ښځې توپير راوستونکې، مدافعينې او د بدلون را منځته کوونکې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر اعلان کړی، چې د روان ميلادي کال پر مهال ۲۳.۷ ميليون تنه په افغانستان کې بشرپالو مرستو ته اړتيا لري.

دې بنسټ تر ۱۷ ميليون زياتو متضررو وګړو ته د رسېدنې لپاره د ۳.۰۶ ميليارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې.