ایران او افغانستان په کرهڼيز ډګر کې ملګرتیاوې لا پراخوي
د افغانستان د کرهڼيز وزارت مرستیال او په کابل کې د ایران د سفارت د اقتصادي برخې مسئول په کرهڼیز ډګر کې ددواړو هیوادونو دملګرتیاؤ د پراختیا په باب خبرې اترې وکړې.
تسنیم خبری آژانس راپور راکړد افغانستان د طالبانو د حکومت د اوبه خور او کرهڼيزو چارو د وزارت مرستیال صدراعظم عثماني په کابل کې د ایران د سفارت د اقتصادي برخې له مسئول غلام رضا نجاري سره کته او خبرې اترې وکړې.
عثماني په دغې کتنې کې د کرهڼې په برخې کې د ایران له تجروبو څخه په استفادې سره ووئیل،د ایران اسلامی جمهوریت په کرهڼیزې برخې کې ډیرز یات متخصصان او زیاتې تجروبې لري،په افغانستان کې د کوکنارو د کر او تولید له امله تاوان موندونکي هیوادونه دې له کروندګرو سره ملګرتیا وکړي او ددغې ښکارندې په ځاي دې بل دود کړي.
د افغانستان د کرهڼیزو چارو و زارت په وسیله د خپرې شوې خبرتیا په اساس، نجاري په دغې کتنې کې په دوو اړخیزو ملګرتیاؤ په ټينګار سره ووئيل،ایران هغه لومړنی هیواد ؤ چې په افغانستان کې ئې د کوکنارو د کښت د منع کیدا هرکلی وکړ او په دې زمینې کې به ملګرتیا ته دوام ورکړي.
په خبرتیا کې وئیل شوي دي دغه کتنه افغانستان ته د کرهڼې د جهاد د وزارت د اقتصادي چارو او پلانونې د برخې مرستیال کاظم خاوازي په سرپرستۍ له ایرانه د یوه پلاوي سفر د غږملونې په خاطر ترسره شوې ده.