د ایران د کرنې وزارت د تخنیکي پلاوي او طالبانو ګډه غونډه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i147616-د_ایران_د_کرنې_وزارت_د_تخنیکي_پلاوي_او_طالبانو_ګډه_غونډه
د ایران د کرنې وزارت د تخنیکي پلاوي او طالبانو ګډه غونډه
(last modified 2024-03-14T03:40:30+00:00 )
Mar 14, 2024 01:38 Asia/Kabul
  • د ایران د کرنې وزارت د تخنیکي پلاوي او طالبانو ګډه غونډه

د ایران د کرنې وزارت د تخنیکي پلاوي او طالبانو ګډه غونډه

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په کابل کې د ایران د کرنې وزارت (جهادِ کشاورزي) له پلاوي سره د دغه وزارت ګډه ناسته اعلان کړه او زیاته یې کړه: په دې کتنه کې د همکاریو د پراخولو په اړه نظرونه تبادله شول.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کرنې وزارت مطبوعاتي دفتر زیاته کړې: په دې کتنه کې دواړو لورو د مالدارۍ، بڼوالۍ، څېړنې، پوهنې، سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو او پانګونې او د کرنې او مالدارۍ په بیلابیلو برخو کې د لا زیاتو خبرو اترو په اړه هوکړه وکړه.