په غزې تړانګې د اسرائیلو حملې دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i147822-په_غزې_تړانګې_د_اسرائیلو_حملې_دوام_لري
مهر خبري اژانس راپور راکړی د طوفان الاقصی د عملیاتو په یوسل څلورشپیتمې ورځې هم د فلسطین د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو باندې د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم د عسکرو حملې هماغه راز دوام لري.
(last modified 2024-03-17T23:19:29+00:00 )
Mar 18, 2024 00:34 Asia/Kabul
  • په غزې تړانګې د اسرائیلو حملې دوام لري

مهر خبري اژانس راپور راکړی د طوفان الاقصی د عملیاتو په یوسل څلورشپیتمې ورځې هم د فلسطین د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو باندې د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم د عسکرو حملې هماغه راز دوام لري.

د غزې تړانګې په مرکز کښې په النصیرات کیمپ کښې په یوه کور باندې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په حملې کښې دوه فلسطینیان شهیدان شول.

د غزې تړانګې په ختیځ کښې په الشجاعیه ښارګي باندې د صهیونیسټ پوځیانو په برید کښې هم یو کس شهید او شپږ نور ژوبل شول.

د غزې تړانګې په مرکز کښې په البریج کیمپ باندې د صهیونیسټ رژيم د پوځ د توپونو په برید کښې هم یوبل فلسطینی شهید شو.

د غزې تړانګې په جنوب کښې په خان یونس کښې د القراره او د باریکه په مرکز کښې په  المغراقه سیمو باندې هم د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم د پوځ د جنګي الوتکو حملې او د توپونو ډزې وشوې.

فلسطیني ‌ډلو هم د صهیونیسټ رژيم د پوځیانو په مرکزونو او د هغوې په کیمپونو باندې بریدونو ته دوام ورکړی.